حزبالله وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې د لبنان سوېل په بېلابېلو سیمو کې پر اسراییلي ځواکونو، زغروالو وسایطو او پوځي مرکزونو ۱۴ جلا بریدونه کړي دي.
د حزبالله د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغو بریدونو کې بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه)، توغندي او راکېټونه کارول شوي دي.
یادې ډلې ادعا کړې چې د بییاده، رشاف، القوزح او قنطره په سیمو کې یې د اسراییلي سرتېرو او زغروالو قطعاتو پر تجمعاتو څو ځله بریدونه کړي دي.
د راپور له مخې، حزبالله ویلي چې د زوطرالشرقیه او خیام په سیمو کې یې د اسراییلو دوه «نامیرا» زغروال وسایط د ډرونونو په وسیله په نښه کړي دي.
همداراز، د صلاح غونډۍ پر یوه پوځي مخابراتي موټر او په ناقوره کې پر یوه پوځي قومندانۍ مرکز هم د بریدونو ادعا شوې ده.
حزبالله زیاته کړې چې د اقلیم التفاح په فضا کې یې د ځمکې څخه هوا ته توغندی توغولی او د اسراییلو یوه «هرمس ۴۵۰» بېپیلوټه الوتکه یې د سیمې پرېښودو ته اړ ایستلې ده.
تراوسه د اسراییلو پوځ د دغو ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او د یادو بریدونو د پایلو او تلفاتو په اړه خپلواکې سرچینې هم نه دي توانېدلې چې دا معلومات په خپلواکه توګه تایید کړي.
#حزب_الله #اسراییل #لبنان #جنوب_لبنان #درگیری_مرزی #خاورمیانه #تحولات_امنیتی #خبر_فوری
