د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د تېرې ورځې په ترڅ کې ۶۳۹ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۳۴۴۸ کسان کېږي، د هېواد له بېلابېلو لارو افغانستان ته راستانه شوې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، نن چهارشنبه، غبرګولي شلمه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، اسلامقلعه او نیمروز له لارو هېواد ته داخلې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، تر ټولو ډېر راستنېدونکي د تورخم له لارې راغلي چې شمېر یې ۳۹۵ کورنیو او ۲۹۹۴ کسانو ته رسېږي.
همدارنګه د کندهار د سپین بولدک له لارې ۵۴ کورنۍ، د نیمروز له پولې ۳۰ کورنۍ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.
په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته راستنېدو بهیر چټک شوی چې له امله یې هره ورځ ګڼې کورنۍ افغانستان ته راګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه راپورونه ښيي، لاهم میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د راستنېدونکو کډوالو د ځای پر ځای کېدو او ملاتړ موضوع د بشري بنسټونو لپاره یوه مهمه ننګونه بلل کېږي.
#افغانستان #کډوال #راستنېدنه #تورخم #سپین_بولدک #اسلام_قلعه #نیمروز #بشري_مرستې
