د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د پالیسۍ او برنامو معین عبدالرحمن قانت، د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له رئیس جف ګریکو سره کتلي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې د جذب او پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي. د یادې خونې رئیس په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې لپاره فرصتونه شته.

#افغانستان #کانونه #پانګونه #اقتصاد #سوداګري #وزارت

Share.