د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش، د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړی، چې په منځني ختیځ کې وضعیت خرابېدونکی دی او د پراخو جګړو د بیا پیل شونتیا هم ډېره ده.

هغه وایي: «منځنی ختیځ ورځ تر بلې د کړکېچ پر لور بیول کېږي او پایلې به یې له سیمې هم ورهاخوا وغځېږي.»

ګوټرش زیاته کړې؛ د وروستیو بریدونو زیاتوالی کولی شي د «بشپړې جګړې بیا پیل» ته لاره هواره کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو اړخونو غوښتي، چې د اوربند تړونونو ته ژمن پاتې شي او ټینګار یې کړی: «نور برید نه!، نوره پلمه نه!»

 #منځنی‌ختیځ #ملګري‌ملتونه #ایران #امریکا #اسرائیل #ګوټرش

Share.