د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د وزیرانو شورا په غونډه کې راتلونکو نسلونو ته د ښو اصولو، غوره تاریخ او نیکو اخلاقو د پرېښودو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، دغه غونډه د کندهار په ښار کې د شیخ هبتالله اخندزاده په مشرۍ ترسره شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، نوموړي ګډونوالو ته ویلي چې هره دوره تېرېدونکې ده او مسئولین باید هڅه وکړي چې راتلونکو نسلونو ته ښه میراث، سالم اصول او غوره اخلاق پرېږدي.
په غونډه کې د اسلامي امارت مشر وزیرانو ته د خپلو دندو د سم ترسره کولو، د شرعي نظام د پیاوړتیا، د فرمانونو د اغېزمن تطبیق، له خلکو سره د عدالت د تأمین او د هغوی د ستونزو د حل په اړه لازمې سپارښتنې کړې دي.
هغه همدارنګه د اخلاص پر بنسټ د خدمت کولو اهمیت یاد کړی او ویلي یې دي چې د اسلامي نظام استحکام د دیني زدهکړو او پوهاوي له لارې رامنځته کېږي. نوموړي له وزیرانو غوښتي چې د خلکو ترمنځ د دیني پوهاوي د پراختیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
د اسلامي امارت مشر ټینګار کړی چې مسئولین باید د خپلو چارو په ترسره کولو کې د امانتدارۍ، عدالت او خدمت روحیه پیاوړې وساتي، څو راتلونکي نسلونه له یو ښه او ویاړلي میراث څخه برخمن شي.
#اسلامي_امارت #هبت_الله_اخندزاده #وزیرانو_شورا #کندهار #ښه_حکومتولي #عدالت #اسلامي_نظام
