د کندوز ولایت په یوه خونړۍ ټرافیکي پېښه کې پنځه ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
ځايي سرچینې وایي، پېښه تېره ورځ د کندوز ـ امامصاحب ولسوالۍ پر لویهلاره د کرولا او اقوا ډوله موټرو ترمنځ د سخت ټکر له امله رامنځته شوې ده. د سرچینو په وینا، له ټکر وروسته دواړو موټرو اور اخیستی چې له امله یې مرګژوبله زیاته شوې ده.
ویل کیږي چې په دې پېښه کې پنځه تنه ځوانان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
د پېښې د اصلي لامل په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي، خو په افغانستان کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلونکو د بېاحتیاطۍ، چټک تګ، د ترافیکي اصولو نه مراعات او د سړکونو د نامناسب وضعیت له امله رامنځته کیږي.
د سیمې اوسېدونکي له اړوندو ادارو غواړي چې د سړکونو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
#کندوز #ټرافیکي_پېښه #امام_صاحب #سړک_خوندیتوب #افغانستان #ترافیک #مرګ_ژوبله
