د خیبر پښتونخوا د دېره اسماعیل خان په ګمرک ګودام کې د اورلګېدنې له امله د ضبط شویو توکو لویه برخه سوځېدلې او میلیونونه پاکستانۍ روپۍ زیان اوښتی دی. پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي چې په سوځېدلو توکو کې سګریټ، ټوکر، پټرول او نور مواد شامل دي. پولیسو ويلي چې د اور تر مهار وروسته ځینو کسانو له ګودامه د توکو د لوټلو هڅه کړې، چې له امله یې نښته رامنځته شوې ده. په دې پېښه کې د یوې تاڼې امر افتاب عالم بلوچ ټپي شوی دی.  چارواکي وايي د اورلګېدنې د کره لامل په اړه څېړنې روانې دي.

#خیبرپښتونخوا #ډېرهاسماعیلخان #ګمرک #اورلګېدنه #پاکستان #زیان #پولیس #امنیت #تجارت #تازهخبرونه

Share.