د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو وايي چې د امریکا او ایران ترمنځ له وروستۍ هوکړې سره سره د اسراییل مبارزه لاهم پای ته نه ده رسېدلې.

نتنیاهو له خبریالانو سره په یوې خبري غونډه کې ادعا کړې چې د امریکا او اسراییل ګډو پوځي اقداماتو اسراییل د «اټومي نابودۍ» له خطر څخه ژغورلی دی.

هغه زیاته کړې چې که څه هم د واشنګټن او تهران ترمنځ توافق شوی، خو د اسراییل ټول اهداف لا تراوسه نه‌دي ترلاسه شوي او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي.

د اسراییل لومړي وزیر د دې څرګندونو پرمهال نور جزییات نه‌دي ورکړي او روښانه یې نه‌کړه چې د مبارزې له دوام څخه یې موخه څه ده.

د نتنیاهو دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ وروستی توافق د سیمې او نړۍ د یوشمېر هېوادونو له هرکلي سره مخ شوی دی.

ګڼو هېوادونو او شنونکو دغه توافق د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمېدو او د لازیاتو ډیپلوماټیکو خبرو د پیل لپاره یو مثبت ګام بللی دی.

#نتنیاهو #اسراییل #ایران #امریکا #سیاسي_توافق #منځنی_ختیځ #سیمه_ییز_امنیت #ډیپلوماسي #نړیوالې_چارې

Share.