پنجشېر کې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د ۲۶۹ میلیون افغانیو په لګښت د ټرانسپورټ په برخه کې دوه پروژې پلې کېږي.

د پنجشېر د ټولګټو چارو رییس محمد فهیم موحد سلام‌وطندار ته وایي، دغو پروژو کې په ۲۲۹ میلیون افغانیو د ابشار ولسوالۍ سړک او په ۴۰ میلیون افغانیو د پنجشېر عمومي سړک د یوې برخې قیراچونه شاملیږي.

مسوولان ټینګار کوي چې د دغو پروژو پلي کېدل به د ټرانسپورټي بنسټونو په پراختیا، د تګ‌راتګ د ستونزو په کمولو، د لېږد رالېږد د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د پنجشېر اوسېدونکو د اقتصادي ودې او هوساینې په تأمین کې مهم رول ولوبوي.

#پنجشېر #ټولګټو_چارو_وزارت #سړک_جوړونه #ټرانسپورټ #پراختیايي_پروژې #زیربنا #اقتصادي_وده #ترانسپورتي_اسانتیاوې #افغانستان

Share.