د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس وايي، ډاډه دی چې اسراییل به په راتلونکې کې د امریکا او ایران ترمن تړون سره یوځای شي.

هغه این‌بي‌سي نیوز شبکې سره یوه مرکه کې ویلي، دغه تړون به اسراییل او ټوله سیمه خوندي کړي.

هغه وویل: «هغه څه چې ما لیدلي د دې تړون په اړه ډېر غلط مالومات دي – ځینې وختونه په ایراني رسنیو کې ځینې وختونه په اسراییلي رسنیو کې ناسم مالومات خپریږي. موږ باور لرو کله چې اسراییلي وګړي په دې تړون پوه شي، دا به د نوي منځني ختیځ کې د سولې او سوکالۍ لپاره د یوې لارې په توګه وګوري.»

دا داسې مهال دی چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی چې اسراییل د تفاهم یادښت غړی نه‌دی او لا تراوسه د تړون په بشپړو جزئیاتو نه‌پوهیږي.

#جي_ډي_ونس #امریکا #ایران #اسراییل #منځنی_ختیځ #سیمه_ییز_امنیت #سوله #ډیپلوماسي #نړیوالې_چارې #نتنیاهو

Share.