د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي، چې د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت اړوند د شباشک کان هره ورځ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ټنو پورې د لوړ کیفیت ډبروسکاره تولید او استخراجوي. د یاد ریاست په وینا، شاکول، جیحون او قرمل کانونه هم د همدې شرکت د فعالیتونو برخه دي. مسوولین وایي، له دغو کانونو ایستل کېدونکې ډبروسکاره د ۶۰۰۰ تر ۶۵۰۰ کیلوکالورۍ پورې حرارتي ارزښت لري. دوی زیاتوي چې دغه سکاره د قوي تودوخې او اوږدمهاله سوځېدو ځانګړتیا لري. د مسوولینو په خبره، د سکرو منظم عرضه د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي او د هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته کوي.
#افغانستان #ډبروسکاره #شباشک_کان #کانونه #اقتصاد #کان_او_پټرولیم #تولید #صنعت
