د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې، چې په کویټ او بحرین کې یې د امریکا پر اته پوځي اهدافو د ډرونونو او توغندیو بریدونه کړي دي. ویل کېږي دا اهداف د علي‌السالم هوايي اډې او د امریکا د سمندري ځواکونو تاسیسات وو، او بریدونه د امریکا د وروستیو حملو په ځواب کې شوي. کویټ ویلي چې د دوی د هوايي دفاع سیستمونو ډرونونه شنډ کړي، خو امریکا تر اوسه د احتمالي زیان په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي. تر دې ورمخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ‌ ویلي وو، چې د دوی جنګي الوتکو په ایران کې د توغندیو او ډرونونه زېرمې او همدا راز ساحلي رادارونه هدف ګرځولي.

#ایران #امریکا #کویټ #بحرین #سپاه_پاسداران #توغندیز_برید #سیمه_ییز_تاوتریخوالی

Share.