د اطلاعاتو او کلتورز وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي د ناشرانو، کتابپلورونکو او د مطبعو له مسوولینو سره په همغږۍ غونډه کې ویلي چې ټولې مطبعې او ناشران مکلف دي د خپلو کتابونو لپاره د (ISBN) شمېره ترلاسه کړي. په دې غونډه کې له ګډونوالو غوښتنه شوې چې د کتابونو د برابرولو او پېرلو قراردادونه له کورنیو ناشرانو سره ترسره کړي او داسې چاپي مواد خپاره کړي چې د ټولنې، په ځانګړي ډول د ځوانانو د فکري او فرهنګي ودې لپاره ګټور وي. همدارنګه ویل شوي چې د مطبعو او نشراتي سکټور ستونزې به وڅېړل شي او د هغوی د حل لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
#اطلاعات_او_کلتور #کتاب #ناشران #مطبعې #ISBN #فرهنګ #افغانستان
