یو امریکایي چارواکي ویلي، ایران او امریکا هوکړه کړې چې پر یو بل به بریدونه ودروي او د تفاهمنامې په اړه به تخنیکي خبرو اترو ته دوام ورکړي. دغه امریکایي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته په یوه برېښنالیک کې لیکلي: «ټاکل شوې چې د تفاهمنامې د ټولو برخو په اړه تخنیکي خبرې دوام ومومي. دواړه لوري به اوسمهال د کړکېچ له زیاتېدو ډډه وکړي او بېړۍ به په ازاد ډول تګ راتګ وکړي» ایراني چارواکو تر اوسه دغه راپور نه دی تایید کړی. په وروستیو ورځو کې د هرمز تنګي د ادارې پر سر د اختلافاتو او د ایران او امریکا ترمنځ د څو ځلې بریدونو له امله اندېښنې زیاتې شوې وې چې ښايي اوربند له منځه ولاړ شي. دغه امریکایي چارواکي، د نوم نه ښودلو په شرط یاد اژانس ته، د راتلونکو خبرو د وخت او ځای په اړه څه نه دي ویلي. خو دوو امریکایي چارواکو او یوې باخبره سرچینې د اکسیوس وېبپاڼې ته ویلي چې ټاکل شوې خبرې اترې د سېشنبې په ورځ په قطر کې بېرته پیل شي.
#ایران #امریکا #قطر #هرمز_تنګی #دیپلوماسي #سولې_خبرې
