د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون ویلي، چې په جوزجان ولایت کې د سلګونو زرو جریبه ځمکو تر ارزونې وروسته یې ۳۶۷ زره او ۵۷۳ جریبه عامه څړځایونه تثبیت کړي دي. د یاد کمېسیون په وینا، دغه څړځایونه د شبرغان ښار او د خواجه دوکوه، خانقاه، قوشتپې، آقچې، فیضآباد او درزاب ولسوالیو کې موقعیت لري او له ارزونې وروسته د ځمکو په بانک کې ثبت شوي دي. یاد کمېسیون زیاتوي چې له دې جملې څخه څه باندې ۳۴۴ زره جریبه ځمکه لا هم د عامه څړځایونو په توګه پاتې ده، خو تر ۲۳ زره جریبو ډېره برخه یې پر کرنیزو ځمکو، استوګنیزو کورونو او یا نورو ډولونو تصرفاتو بدله شوې ده.
#جوزجان #ځمکې #عامه_څړځایونه #ځمکو_غصب #افغانستان
