د سياېناېن د راپور له مخې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف د ایران له استازو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی. په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبابادي ویلي چې د ایران د کارپوهانو یو پلاوی هم دوحې ته روان دی، خو له امریکايي استازو سره به مستقیمه لیدنه ونه کړي. ولسمشر ټرمپ ویلي چې ایران د دې غونډې غوښتنه کړې او ټاکل شوې ده په دوحه کې ترسره شي. سپینې ماڼۍ تایید کړې چې سټیو وېټکاف او د ټرمپ زوم جرد کوشنر به په دې غونډه کې ګډون وکړي. خو ایراني چارواکو د تهران او واشنګټن ترمنځ د مستقیمو یا تخنیکي خبرو راپورونه رد کړي او دا یې ناسم بللي دي.
#ایران #امریکا #دوحه #قطر #ډونالډ_ټرمپ #سټیو_وېټکاف #بهرنۍ_چارې #ډیپلوماسي #نړیوالې_اړیکې
