د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د صنعت او کانونو اونۍ د پنځم نړۍوال نندارتون د پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې د ا.ا له بیا واکمنېدو سره افغانستان په یو واحد او متحد هېواد بدل شوی دی. حنفي همداراز د نشه‌يي توکو له منځه وړلو برخه کې د ا.ا مبارزې ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت، تولید او قاچاق په بشپړه توګه له منځه تللی دی. نوموړي ټینګار کړی، چې د هېواد په هېڅ سیمه کې هېچا ته د نشه‌يي توکو کښت اجازه نه ورکول کېږي.

#افغانستان #مولوي_عبدالسلام_حنفي #اسلامي_امارت #نشه_يي_توکي #امنیت #صنعت_او_کانونه #خبرونه

Share.