د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون څه باندې ۳.۹ میلیونه جریبه عامه څړځایونه تثبیت کړي دي. عدلیې وزارت وایي، له دې جملې څخه شاوخوا ۳.۵ میلیونه جریبه په طبیعي حالت کې پاتې دي، خو نږدې ۴۵۰ زره جریبه د خلکو له لوري په کرنیزو ځمکو او هستوګنیزو سیمو بدلې شوې دي. دغه وزارت ویلي، یاد څړځایونه د قانون له مخې د ځمکو په بانک کې ثبت شوي او د غصب د مخنیوي هڅې په نورو ولایتونو کې هم روانې دي.
#سرپل #عدلیې_وزارت #ځمکو_غصب #عامه_ځمکې #څړځایونه #افغانستان #خبرونه
