د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د تولید د پام وړ کمښت د نړۍوالو افیوني توکو بازارونه اغېزمن کړي دي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال راهیسې د کوکنارو تولید ۹۵ سلنه راکم شوی چې له امله یې د هیرویینو عرضه محدوده شوې او موجودې زېرمې د ختمېدو په حال کې دي. راپور خبرداری ورکوي چې د هیرویینو د کمښت له امله قاچاقبران ښايي مصنوعي نشه‌یي توکو ته مخه کړي. د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر په وینا، دا وضعیت د نړۍوالې روغتیا او امنیت لپاره نوې ننګونې رامنځته کولی شي. یاد دفتر د راتلونکو ګواښونو د مخنیوي لپاره د نړۍوالو همغږو او ګډو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

#افغانستان #ملګري_ملتونه #کوکنار #هیرویین #نشه_يي_توکي #نړیوال_بازار #UNODC #خبرونه

Share.