د فرانسې، بلجیم او هالنډ د روغتیا چارواکو ویلي چې د جون میاشتې د سختې ګرمۍ له امله په دې درې هېوادونو کې شاوخوا ۳۷۰۰ اضافي مړینې ثبت شوې دي. کارپوهانو د ګرمۍ دغه څپه په اروپا کې تر ټولو شدیده بللې ده او ویلي يې دي، چې د اقلیمي بدلونونو له امله یې شدت زیات شوی دی. په فرانسه کې له ۲۰۰۰ څخه ډېرې اضافي مړینې ثبت شوي او په کورونو او روغتیايي مرکزونو کې د مړینې کچه د پام وړ لوړه شوې ده. چارواکي خبرداری ورکوي چې دا شمېرې لومړنۍ دي او ښايي د وروستي راپور له خپرېدو سره نورې هم زیاتې شي.
#اروپا #ګرمي #اقلیمي_بدلون #فرانسه #بلجیم #هالنډ #روغتیا
