د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، شمال ختیځو سرحدي سیمو، په ځانګړي ډول د بدخشان ولایت کران و منجان، زیباک، واخان او پامیر ولسوالیو ته سفر کړی. هغه د چین، تاجکستان او ډیورنډ فرضي کرښې سره نښتو مهمو ستراتیژیکو سرحدي سیمو څخه لیدنه کړې ده. مجاهد د دغه سفر پر مهال د سرحدي ځواکونو فعالیتونه او وړتیاوې څارلي او د هغوی هڅې یې ستایلې دي. نوموړي ټینګار کړی چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو ساتنه د ټولو امنیتي ځواکونو ګډ مسوولیت دی. هغه دغه راز ویلي، چې د سرحدي ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو، لازمې همغږۍ او اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره به لا ډېرې هڅې ترسره شي.

#محمد_یعقوب_مجاهد #ملي_دفاع #سرحدي_ځواکونه #بدخشان #واخان #کران_ومنجان #امنیت #افغانستان

Share.