د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه به سبا د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو، د فاع او ترانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو له لوري د المان له مونشن ښار څخه کابل ته را انتقال او په همدې ورځ به یې د جنازې او تدفین مراسم هم ترسره شي. ټاکل شوې چې د نوموړي د جنازې مراسم به د افغانستان د یو شمېر مسوولینو، د نوموړي د کورنۍ د غړو، خپلوانو، او لوی شمېر هېوادوالو له لوري د کابل په عیدګاه جومات کې ادا او بیا به د مرن جان تپې هدیره کې خاورو ته وسپارل شي. افغان ستورمزلی او پیلوټ مرحوم عبدالاحد مومند د المان په اشتوتګارت ښار کې وفات شوی.
#عبدالاحد_مومند #افغانستان #ستورمزلی #کابل #جنازه #ملي_ویاړ #هوايي_چلند #خبرونه
