د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد بدخشان ته د سفر پر مهال په اشکاشم ولسوالۍ کې د پنځلسمې سرحدي لواء لومړي سرحدي کنډک څخه لیدنه کړې ده. دفاع وزارت وايي، مجاهد په دې لیدنه کې د یاد کنډک دفاعي ځواکونو کړنې له نږدې وارزولې او هغوی ته یې د مورال په ورکولو سره د هېواد د سرحدونو ساتنې او دفاع په برخه کې پر لا زیاتو هڅو او چمتووالي ټینګار وکړ.

#بدخشان #اشکاشم #دفاع_وزارت #مولوي_یعقوب_مجاهد #سرحدي_ځواکونه #افغانستان #امنیت #خبر

Share.