د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله، خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست ویلي، په اکبرخېلو، چوترې، جاني خېلو، تنګ، فتح خېلو او منګل درې سیمو کې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي او څلور تنه ټپیان شوي هم دي. د لوګر د کرنې ریاست په وینا، شاوخوا ۲۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې، ۱۴ کورونه نیمه ویجاړ شوي، دوه سړکونه او یو شمېر پلګوټي تخریب شوي دي او له ۲۰ زیات څاروي تلف شوي.
#لوګر #سېلاب #افغانستان #طبیعي_افت #کرنه #زیانونه #خبر #بیړنی_حالت
