د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي د خصوصي روغتونونو له یو شمېر مسوولینو او ډاکټرانو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې خلکو ته په صادقانه او مسوولانه ډول روغتیايي خدمات وړاندې کړي. نوموړي ویلي، ډاکټران په ټولنه کې ځانګړی مقام لري او باید د خلکو د خدمت لپاره خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي. شرعي ټینګار کړی چې د خصوصي روغتونونو مسوولین دې له هر ډول حزبي فعالیتونو او سیاسي وابستګیو څخه ډډه وکړي. هغه زیاته کړه چې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې فعالیت باید د ا.ا د قوانینو او اصولو له مخې تنظیم شي. بلخوا، د خصوصي روغتونونو مسوولینو ډاډ ورکړی چې د نافذه قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
#افغانستان #عدلیې_وزارت #خصوصي_روغتونونه #روغتیا #ډاکټران #روغتیايي_خدمات #افغان_خبرونه
