د امریکا پوځ پر ایران د بریدونو وروستۍ د لړۍ بشپړولو او ایران کویټ او اردن کې پر امریکايي تاسیساتو د تازه بریدونو ادعا کړې.
د راپورونو پر اساس، د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) نن پنجشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، د وروستۍ پوځي څپې پرمهال یې د ایران بندرعباس او یو شمېر نورو سیمو کې ټاکل شوي هدفونه د دقیقو هدایتشویو مهماتو په وسیله په نښه کړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې عملیاتو کې د ایران د قومندې مرکزونه، د هوايي دفاع سیسټمونه، د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو وړتیاوې او د ساحلي څارنې تاسیسات په نښه شوي.
په مقابل کې یې د ایران پوځ ویلي چې کویټ او اردن کې یې د امریکا په پوځي اډو ډرون بریدونه کړي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې څو ساعته وړاندې یې د «صاعقه» عملیاتو د نهم پړاو په ترڅ کې اردن کې د امریکا د پوځ د مخابراتو سیسټمونه او د سونتوکو زېرمې له منځه وړي دي.
#امریکا #ایران #سنتکام #کویټ #اردن #نړیوال_خبرونه
