د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هېوادوالو ته د کونسلي خدمتونو د لا اسانتیا په موخه به د ولایتونو له مرکزونو وروسته، په لسو ولسوالیو کې هم د سندونو د تصدیق خدمتونه پیل شي.

د دغه وزارت د خبرتیا له مخې، یاد خدمتونه به د کابل په سروبي او قره‌باغ، د کندهار په سپین‌بولدک، د هرات په شینډنډ، د بلخ په کلدار (حیرتان)، د ننګرهار په مومندرې (تورخم)، د هلمند په ګرشک، د کندوز په امام صاحب، د غزني په جاغوري او د پکتیا په څمکنۍ ولسوالیو کې وړاندې کېږي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېوادوال کولی شي د روان کال د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته خپل اسناد د افغان پوسټ شرکت له لارې د یادو ولسوالیو د څانګو له لارې د تصدیق لپاره واستوي او له تصدیق وروسته یې له هماغو پوست‌خونو ترلاسه کړي.

#افغانستان

 #بهرنیو_چارو_وزارت #کونسلي_خدمتونه #سندونه #ولسوالۍ #افغان_پوسټ

Share.