له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې ویلي چې د افغانستان لپاره د ناروې دولت د مرستو دفتر(این سي اې) ورسره د ۳۶۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړې ده. د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د هوکړې پر بنسټ به د ناروې دولت د مرستو دفتر د کونړ ولایت له ۲۲۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره نغدي او غیرنغدي مرستې وکړي. له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې رییس نورالدین ترابي د اېن‌سي‌اې له رییس، یاکوب پیټر میشیا بونکه، سره په لیدنه کې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو، د وقایوي پروژو د پلي کېدو او اړمنو کورنیو ته د بشري مرستو د دوام او پراختیا پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

#افغانستان #کونړ #بشري_مرستې #ناروې #طبیعي_پېښې #بې_وزله_کورنۍ #مرستې #NCA

Share.