د کانونو او پترولیم وزارت وایي، په هرات کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د غځولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د یاد وزارت په وینا، له ۱۵۳ کیلومتره مسیر څخه ۱۲۷ کیلومتره چمتو، ۱۰۶ کیلومتره نللیکه غځول شوې او ۳۶ کیلومتره تر ځمکې لاندې خښه شوې ده. همدارنګه د پروژې لومړي کمپ ته د ۹۸ کیلومتره نللیکې انتقال هم بشپړ شوی دی. کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د هرات لپاره د ګازو د وېش شبکې د جوړولو په موخه له افغان شرکتونو سره خبرې روانې دي. په دې لړ کې یوې خصوصي کمپنۍ چمتووالی ښودلی چې شاوخوا ۴۲۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
#ټاپي #هرات #افغانستان #کانونو_او_پټرولیم #ګاز #پانګونه #TAPI #Afghanistan
