د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، مولوي ګلمحمد الیاس، په شمال او شمالختیځ زون کې د یوناما د بشري حقونو څانګې له رئیس، لیوناردو سواریس نادر، سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د پیاوړتیا، اطلاعاتو ته د لاسرسي، رسنیزو چارو او فرهنګي فعالیتونو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. همدارنګه، د رسنیو او فرهنګي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ، د معلوماتو د تبادلې او د دواړو لورو ترمنځ د اغېزمنو همکاریو پر دوام ټینګار وشو.
د غونډې ګډونوالو د متقابل تفاهم او همکارۍ د لا پراختیا لپاره د ګډ کار پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا ډول ناستې به د فرهنګي او رسنیزو اړیکو په پیاوړتیا او د ګډو فعالیتونو په اغېزمنتیا کې مثبت رول ولوبوي.
#کندز #اطلاعات_او_فرهنګ #یوناما #ګډې_همکارۍ #رسنۍ #فرهنګي_فعالیتونه #اطلاعاتو_ته_لاسرسی #افغانستان #خبر
