د بادغیس ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د تګاب‌عالم ولسوالۍ د «چاه جلال» سیمې په یوه څاه کې د اوبو له څښلو وروسته ۱۲۰ څاروي مسموم شوي او تلف شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه پرون شاوخوا د ماسپښین په درېیو بجو رامنځته شوې ده. ویل کېږي، د محی‌الدین په نوم یوه مالدار خپل څاروي د یادې څاه اوبو ته بیولي وو، خو څاروي د اوبو تر څښلو لږ وروسته مسموم شول او ټول له منځه ولاړل.

د بادغیس امنیې قوماندانۍ ویلي، امنیتي ځواکونو د پېښې د اصلي لامل د معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي، ترڅو څرګنده شي چې د څاه د اوبو د ککړتیا یا مسمومېدو علت څه و.

ځایي چارواکي وایي، د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به د پېښې د علت او پایلو په اړه نور معلومات هم له خلکو سره شریک شي.

#بادغیس #تګاب_عالم #څاروي #مالداري #کلیوالي_ژوند #کرنه #خبر #افغانستان #څېړنه #حیوانات

Share.