د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې پاکستاني امنیتي ځواکونو پر لاریون کوونکو ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې، په دغو ډزو کې لږ تر لږه ۱۱ لاریون کوونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. دا لاریونونه د روان کال د جون میاشتې راهیسې روان دي. لاریون کوونکي د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په سیمهییزه شورا کې د هغو کشمیري کډوالو لپاره د ۱۲ ځانګړو څوکیو له ټاکلو سره مخالفت څرګندوي، چې څو لسیزې وړاندې د هند تر ولکې لاندې کشمیر څخه پاکستان ته کډه شوي وو. د لاریون کوونکو په وینا، د دغو څوکیو ځانګړي کېدل به د سیمې د اصلي اوسېدونکو سیاسي استازیتوب کمزوری کړي او د هغوی په رایو او استازیتوب به منفي اغېز وکړي.
#کشمیر #پاکستان #لاریون #امنیتي_ځواکونه #بشري_حقونه #سیاسي_کړکېچ #خبرونه
