ملګرو ملتونو ویلي، چې لا هم په افغانستان کې میلیونونه خلک د څښاک پاکو او خوندي اوبو ته لاسرسی نه لري. د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې د اوبو سرچینو د ساتنې، ښاري پلان جوړونې او اغېزمن مدیریت پر اړتیا ټینګار کړی دی. ملګري ملتونه وايي، اقلیمي بدلون، وچکالۍ او د اوبو کمښت د افغانانو ژوند او د خوړو خوندیتوب ګواښي. بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم  ویلي، چې په روان ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۱۶ میلیونه افغانان د اوبو او حفظ‌الصحې مرستو ته اړتیا ولري. په همدې حال کې د اوبو د سرچینو د مدیریت او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت د لوړولو لپاره ځینې پروژې پیل شوې دي. د کابل د اوبو رسونې شرکت وایي، په دې برخه کې لنډمهالي، منځمهالي او اوږدمهالي پلانونه لري.

#افغانستان #ملګري_ملتونه #پاکې_اوبې #اوچا #اقلیمي_بدلون #وچکالي #د_اوبو_مدیریت #بشري_مرستې #خبرونه

Share.