د ۱۴۰۵ لمریز کال د داخلخدمت کانکور ازموینه د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ د داخلخدمت دیپارتمنت له لوري د امنیه قوماندانۍ په انګړ کې ترسره شوه.
په دغه ازموینه کې د مرکز له لوري ورغلي پلاوي هم ګډون او څارنه کوله، چې د کندز ولایت ۱۰۰ تنو شرطهوو پکې ګډون کړی و.
مسوولانو د دې ازموینې پر مهال د عصري علومو د زدهکړې پر اهمیت او د شرطهوو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دوی وویل، د داخلخدمت کانکور ازموینې ترسره کول شرطهوو ته د لوړو زدهکړو زمینه برابروي او د هغوی د علمي او مسلکي ظرفیتونو په لوړولو کې مهم رول لري.
په همدې موخه له ګډونوالو وغوښتل شول چې د عصري علومو د زدهکړې ترڅنګ، د خپلو مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره هم هڅې وکړي، څو وکولای شي خپلې دندې په لا ښه او مسلکي ډول ترسره کړي.
#کندز #کانکور #داخل_خدمت #شرطه #امنیتي_ځواکونه #لوړې_زده_کړې #عصري_علوم #مسلکي_ظرفیت #ازموینه #افغانستان
