د کندز د قلعهزال ولسوالۍ په جنګ آرق کلي کې د اوو لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ ترسره شوې، چې موخه یې د ځوانانو ترمنځ د ورزش او سالمې سیالۍ دودول بلل شوې ده.
په دغو سیالیو کې د کندز له مرکز او بېلابېلو ولسوالیو څخه پنځو لوبډلو، او د جوزجان ولایت له شبرغان ښار څخه دوو لوبډلو ګډون کړی و.
د سیالیو لوبې د یو شمېر ورزشمینهوالو په حضور کې ترسره شوې او لوبډلو د اتلولۍ ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره سیالۍ وکړې.
د وخت د کمښت له امله د عبدالله ذاخیلوال او قاري حبیب لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه بشپړه نه شوه او دواړه لوبډلې په مساوي توګه اعلان شوې.
#کندز #قلعه_زال #جنګ_آرق #والیبال #ورزش #سپورت #شبرغان #جوزجان #ځوانان #افغانستان
