د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، پاکستان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او د خپلو ګاونډیانو د ملامتولو پر ځای دې د خپل هېواد امنیت ته پام وکړي. مجاهد وايي، پاکستان پر افغانستان د حریم له نقض سربېره، په بهر کې هم د افغانستان پر وړاندې پروپاګند کوي. نوموړي ویلي، په افغانستان کې موجودې وسلې د هېواد د امنیت لپاره دي او د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ نه متوجه کېږي. هغه دغه راز په خپلو خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې ټولشموله حکومت شتون لري او د ټولو قومونو او لورو استازیتوب کوي. د ا.ا ویاند ټینګار کړی چې د افغانستان کورنۍ چارې د افغانانو اړوند دي او هېڅ هېواد باید پهکې لاسوهنه ونه کړي.
#ذبیحالله_مجاهد #افغانستان #پاکستان #کورني_چارو #امنیت #د_افغانستان_حاکمیت #بهرنۍ_پالیسي
