د کندز ښاروالۍ د تنظیف او لومړۍ ناحیي کارکوونکي د ښار په کچه د کثافاتو راټولولو سربېره، شپه او ورځ د کانالونو او لښتیو په پاکولو بوخت دی. د یو شمېر ښاریانو ناغیړي او غیر مسئولانه چلند هم د لښتیو او کانالونو د بندېدو لامل بللی شو. همدا راز په نا مناسبو ځایونو کې د یو شمېر ښاریانو له لوري د کثافاتو اچولو هم د تنظیفي کارکوونکو په وړاندې ستونزې را ولاړې کړې دي. هیله ده چې ښاریان د ښار د پاکوالي او نظافت په برخه کې له تنظیفي کارکوونکو سره مرسته وکړي او ښاري اصول او قوانین په پام کې ونیسي.
#کندز #ښاروالۍ #پاکوالی #نظافت #ویالې #لښتي #ښاریان #چاپېریال
