د ننګرهار د وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وايي، سږ کال د خرماوو د حاصلاتو د زیاتوالي تمه لري. دوی وایي، تېر کال له دغو بڼونو شاوخوا ۱۹ ټنه خرما ترلاسه شوې وه، خو سږ کال د ښه حاصل اټکل شوی دی. مسوولین زیاتوي، د کرنیزو او تخنیکي چارو پر وخت ترسره کېدل د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لامل دی او تولید شوې خرما د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي. د یاد کرنیز شرکت په وینا، په بڼونو کې د خرما شپږ ډولونه کرل شوي او پلان لري چې په راتلونکو کلونو کې د خرماوو د بڼونو مساحت نور هم پراخ کړي.
#ننګرهار #خرما #کرنه #حاصلات #کرنیز_تولید #وادي_کرنیز_شرکت #اقتصاد #افغانستان
