د کندز امنیه قوماندانۍ ویاند، جمعهالدین خاکسار وايي، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د الکترونیکي جرمونو آمریت کارکوونکو په تېرو ۲۰ ورځو کې د ۱۷ غلا شویو هوشمند مبایلونو په موندلو او کشف بریالي شوي دي.
ښاغلی خاکسار زیاتوي، د یادو مبایلونو د موندلو لپاره له تخنیکي او مسلکي لارو چارو څخه کار اخیستل شوی، چې په پایله کې یې دغه غلا شوي مبایلونه ترلاسه کړي دي.
د نوموړي په وینا، له تثبیت او پېژندنې وروسته، ټول ۱۷ مبایلونه خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي.
#کندز #غلا_شوي_موبایلونه #جمعه_الدین_خاکسار #الکترونیکي_جرایم #امنیت #افغانستان
