په هرات کې یوې تولیدي کارخونې د پنځه میلیونه ډالرو په پانګونې سره د برښنايي موټرسایکلونو د تولید او مونتاژ بهیر پیل کړی دی.
د «فولاد سیکلت» کارخونې رییس نقیبالله حقمل وايي، دغه کارخونه چې تر دې وړاندې یې د عادي موټرسایکلونو د تولید او مونتاژ په برخه کې فعالیت کاوه، اوس یې د عصري سیستمونو په کارولو سره د برښنايي موټرسایکلونو تولید هم پیل کړی دی.
د نوموړي په وینا، د برقي موټرسایکلونو تولید ته مخه کول، د نوې ټکنالوژۍ د کارولو او د بازار د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د دغې کارخونې د هڅو یوه برخه ده.
حقمل زیاتوي چې اوس د دې کارخونې په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۴۰۰ کسان کار کوي او تمه ده چې د فعالیتونو له پراختیا سره به د کارکوونکو شمېر هم زیات شي.
په همدې حال کې، د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت صنعتکاران هڅه کوي د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره کورنی تولید پراخ او بازار ته لا ډېر باکیفیته محصولات وړاندې کړي.
بلخوا، د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس ناصرامین وايي، اوس مهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۴۰ کارخونې د موټرسایکلونو د تولید او مونتاژ په برخه کې فعالیت کوي چې له دې ډلې دوه کارخونې د برقي موټرسایکلونو په تولید او مونتاژ بوختې دي.
#هرات #برقي_موټرسایکلونه #موټرسایکل #کورنی_تولید #صنعت #پانګونه #اقتصاد #نوې_ټکنالوژي #تولید #کاري_فرصتونه #فولاد_سیکلت #صنعتکاران #سوداګري
