د بلخ والي محمد یوسف وفا هرات ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي نوراحمد اسلامجار سره کتلي دي. د هرات ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د هرات–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ او سړک جوړولو، د دواړو ولایتونو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. دواړو لورو د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو، د ښارونو پر پراختیا، خلکو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو او د هرات او بلخ ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
#هرات #بلخ #همکاري #اوسپنې_پټلۍ #مزارشریف #سړک_جوړونه #کاري_فرصتونه #ښاري_پراختیا #پراختیا #افغانستان
