سیمه‌ییزو سرچینو رسنیو ته ويلي، چې د بدخشان د شکي ولسوالۍ د قطقطي په کان کې یو کارګر د سرو زرو د مینځلو د یوه کارځای د نړېدا له کبله ساه ورکړې ده.

د سرچینو د څرګندونو له مخې، دغه کس د یفتل ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د کار پر مهال د کارځای د نړېدا له کبله تر خاورو لاندې بند پاتې شوی و.

ویل کیږي، چې د نوموړي جسد شاوخوا ۱۶ ساعته وروسته له خاورو څخه را ایستل شوی دی.

#بدخشان #شکي #یفتل #قطقطي #کان #کان‌کېندنه #د_سرو_زرو_کان #د_کارځای_نړېدل

Share.