د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیفالدین لتون ویلي، ولایتي ادارې د بنسټیزو برخو ترڅنګ د سپورټ ودې ته هم پاملرنه کړې او د لومړي ځل لپاره یې د ۱۵۰ لوبغاړو پر ګډون د کرکټ لوبې پیل کړې.
د پنجشېر والي محمدآغا حکیم تل د نشهيي توکو د روږدي کېدا د پدیدې پر له منځه وړلو ټینګار کړی او بېلابېلو سپورټي لوبو ته یې پاملرنه کړې ده.
د پنجشېر والي د څرګندونو له مخې:« په دې ولایت کې د نشهيي توکو کر، قاچاق او راکړه-ورکړه صفر ته رسېدلې» او د دې لپاره، چې ځوانان پر دغو پدیدو اخته نهشي؛ د سپورټی فعالیتونو لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې هم ګټور ګامونه اخیستل شوي دي.
د پنجشېر د المپیک، سپورټ او بدني روزنې آمریت د څرګندونو له مخې، په ټول ولایت کې بېلابېلې سپورټي څانګې فعالې دي او ځوانان هره ورځ په خپلو وزګارو وختونو کې سپورتي هڅې کوي.
د پنجشېر د المپیک، سپورټ او بدني روزنې آمر عبیدالحق ظهیر هم وايي، چې د کرکټ دغه لوبې د ۱۵۰ لوبغاړو پر ګډون د پنجشېر په سپورټي لوبغالي کې پیل شوي او ۱۴ ورځې به روانې وي.
ویل کیږي؛ دا لومړی ځل دی، چې په پنجشېر کې د نورو سپورټي څانګو ترڅنګ د کرکټ لوبې هم په سیالیزه بڼه پیل شوې دي او ځوانانو پر ډېره لېوالتیا او مینه په کې ګډون کړی دی.
#پنجشېر #کرکټ #سپورټ #ځوانان #افغانستان
