د بغلان ولایت پر کچه د اسلامي امارت د ۶۸ شهیدانو د ژوند، مبارزو، اخلاقو، ایثار او قربانیو په اړه «شهادت ستوري» کتاب مخکتنه ترسره شوه.

د بغلان د رسنیو دفتر ویلي؛ په دې مخکتنه کې د دې ولایت مرستیال والي محمد نبي«حماس»، د کورنیو چارو وزارت سلاکار محمد یونس«مخلص» د امارتي ادارو رییسانو او مسوولانو، قومي مشرانو او یو شمېر ځایي خلکو ګډون کړی و.

د کتاب لیکوال قاري عبدالواحد«حکیمي» ويلي؛ د «شهادت ستوري» کتاب د لیکلو موخه د بغلان ولایت د شهیدانو د مبارزو، اخلاقو، ایثار، قربانیو او هڅو ثبتول او راتلونکو نسلونو ته یې سپارل دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې کتاب کې د بغلان ولایت پر کچه د اسلامي امارت د ۶۸ شهیدانو په اړه هر اړخیز معلومات راټول شوي او کتاب زر ټوکه چاپ او خپور شوی دی.

د بغلان مرستیال والي د غونډې پر مهال د شهیدانو قربانۍ د ولس لپاره ستر ارزښت بللې او د کتاب د لیکوال هڅې یې وستایلې.

هغه له خلکو وغوښتل، چې د شهیدانو د ارمانونو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې پراخې کړي.

دغه راز نوموړي له لیکوالانو وغوښتل، چې د جهادي مبارزو او تاریخي پېښو په اړه لیکنې، څېړنې او تالیفات وکړي او معلومات د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي کړي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی «هاشمي» ویلي، د شهیدانو په اړه د دا ډول کتابونو چاپ د هغوی یاد تازه ساتي او د راتلونکو نسلونو لپاره تاریخي معلومات خوندي کوي.

هغه زیاته کړې، د «شهادت ستوري» لیکوال د شهیدانو په اړه هر اړخیز معلومات راټول کړي او له نورو لیکوالانو یې هم وغوښتل، چې تاریخي او جهادي معلومات راټول او په منظوم او منثور ډول یې د کتابونو پر بڼه چاپ او خوندي کړي.

 #بغلان #دشهادت‌ستوري‌مخکتنه #شهیدان #اسلامي‌امارت #تاریخي‌معلومات #جهادي‌مبارزې #بغلان‌ولایت #کتاب #مخکتنه #اطلاعات‌اوکلتور

Share.