د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو د انځورونو له خپرولو سره په اردن کې د امریکا پر «پرنس حسن» هوايي اډې د بالسټیک راکټونو د توغولو شېبې ښولي او څرګندوي، چې پر دغه اډه یې برید کړی دی.

د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ځواکونه وايي، دغه برید یې د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې کړی او د «آرکیو-۴» او «ام‌کیو-۹» بې‌پیلوټه الوتکو مرکزونه یې پر نښه کړي دي.

دغه راز د اردن وسله‌والو ځواکونو ویلي، چې د دغه هېواد هوايي حریم ته له ننوتلو ۱۳ بالسټیک راکټونو څخه ۱۰  شنډ شوي او درې نور په لرې پرتو سیمو کې لوېدلي دي.

 #داسلامي‌انقلاب‌ساتونکي‌ځواکونه #بالسټیک‌راکټونه #راکټي‌برید #ایران #امریکا #اردن

Share.