د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لوحو او اعلاناتو د اصلاح کمېټې، د کندز ښار د لومړۍ او پنځمې ناحیې اړوند د کابل بندر په سیمه کې له ۲۰۰ څخه د زیاتو لوحو او اعلاناتو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

د یادې کمېټې غړو د ارزونې پر مهال هغه لوحې چې بهرني او نامفهوم اصطلاحات، زړې بڼې یا له اسلامي او افغاني فرهنګ سره په ټکر کې منځپانګه یې لرله، په نښه او د اصلاح لپاره یې د دکانونو او اصنافو مالکانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د لوحو او اعلاناتو د معیاري کولو بهیر به د ټاکل شویو معیارونو له مخې دوام ولري.

#کندز #لوحې #اعلانونه #اطلاعات_او_فرهنګ #اصلاح #فرهنګ #کابل_بندر

Share.