په تېرو درېیو میاشتو کې ۱۵۱ بهرنیو سیلانیانو د بدخشان ولایت له تاریخي اثارو، طبیعي ښکلاوو او بېلابېلو سیاحتي سیمو لیدنه کړې ده.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، افغان تور امارتي شرکت هڅه کوي چې بهرنیو سیلانیانو ته د اړینو اسانتیاوو په برابرولو سره په هېواد کې د ګرځندوی صنعت د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
د دغه ریاست په وینا، د بدخشان تاریخي اثار، طبیعي ښکلاوې او بېلابېلې سیاحتي سیمې د بهرنیو سیلانیانو د جذب لپاره ښه ظرفیت لري.
مسؤولان زیاتوي، د سیاحتي سیمو د لا ښه معرفي کولو، د بهرنیو سیلانیانو د جذب او هغوی ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره هم هڅې روانې دي.
#بدخشان #سیاحت #ګرځندوی #بهرني_سیلانیان #تاریخي_اثار #طبیعي_ښکلا #افغانستان
