د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت د سروې او جیولوجي معینیت اړوند د کانونو د سروې او اکتشاف عمومي ریاست د پنځه کلن کاري پلان له مخې، د ټول هېواد د «یو په نسبت سل زره» مقیاس جیولوجیکي سروې پروژه سږ کال په عملي ډول پیل شوې ده.

د دغه وزارت په وینا، یاده پروژه د شته امکاناتو، تجهیزاتو او مسلکي پرسونل په پام کې نیولو سره د هېواد په درېیو زونونو؛ سوېل‌ختیځ، سوېل او لوېدیځ کې پيل شوې ده.

مسؤولان وایي، د دغې سروې په ترڅ کې به د یادو سیمو جیولوجیکي جوړښتونه، د ځمکې ځانګړتیاوې او د کاني زېرمو احتمالي سیمې په مسلکي او تخنیکي ډول وڅېړل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي، د دې ډول جیولوجیکي سروې له ترسره کېدو سره به د هېواد د ځمکنیو جوړښتونو او طبیعي زیرمو په اړه لا ډېر تخنیکي معلومات ترلاسه شي او د کاني زېرمو د احتمالي سیمو په پېژندنه کې به مرسته وکړي.

#کانونه #پټرولیم #جیولوجیکي_سروې #کاني_زېرمي #طبیعي_زېرمي #افغانستان

Share.