د کندز ولایت د علي‌آباد ولسوالۍ په جلوګیر سیمه کې د یوه «۵۸۰» ډوله مسافروړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۲۶ تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د کندز امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یاد مسافروړونکی موټر په جلوګیر سیمه کې چپه شوی دی.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې ۲۶ تنه ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته انتقال شوي او د روغتیايي وضعیت په اړه یې د ډاډ وړ معلومات ورکړل شوي دي.

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

#کندز #علي‌آباد #جلوګیر #ترافیکي_پېښه #ټپیان #موټر_چپه_کېدل

Share.