په بغلان ولایت کې ۳۷۷ تولیدي فابریکې د څه باندې ۱،۲۲۰ میلیونه افغانیو پانګونې سره فعالیت لري. د بغلان د اقتصاد رییس باختر آژانس ته ویلي، چې دا فابریکې په مختلفو برخو کې لکه د اوړو، غوړو، مالګې، لبنیاتو، غیر الکولي مشروباتو، اوبو، کرنیزو تخمونو، یخ، پلاستیک، لاسي صنایعو، ساختماني، ترانسپورتي او لوژستیکي خدماتو کې فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د دغو فابریکو له لارې د دې ولایت زرګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
همدارنګه محمد زمان، چې په یوه د اوړو د تولید فابریکه کې کار کوي، له نورو پانګه‌والو یې غوښتنه وکړه چې د هېواد د آبادۍ او د بې‌کارۍ د کمولو لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

Share.